۰

لغمان کې چاودنې ۸ تنه ټپیان کړل

پنجشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۴۴
چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې د یوه بم د چاودنې له امله ۸ تنه ټپیان شول، چې ټول ولسي وګړي دي.
لغمان کې چاودنې ۸ تنه ټپیان کړل
چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې د یوه بم د چاودنې له امله ۸ تنه ټپیان شول، چې ټول ولسي وګړي دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې پېښه نن شاوخوا ۱۱ بجې د لغمان مرکز مهترلام ښارد سلطان غازي بابا جومات ته نېږدې رامنځ ته شوې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، په یاده سیمه کې د یوه دوکان پر سر د نامعلومه کسانو له لوري غورځول شوي مقناطیسي بم چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې ۸ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې د درملنې موخې د لغمان مرکزي روغتون ته لطږدول شوي دي.
د پېښې مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:لغمان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین