۰
د پاکستان ولسمشر:

د افغان ګډوالو بېرته ستنېدل د حکومت په لومړيتوبونو کې دی

پنجشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۱
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین وايي، پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو بېرته ستنېدل، د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او باید افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
د افغان ګډوالو بېرته ستنېدل د حکومت په لومړيتوبونو کې دی
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین وايي، پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو بېرته ستنېدل، د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او باید افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان دولتي تلوېزیون ویلي، چې حسین دغه څرګندونې تېره ورځ په اسلام آباد کې د کډوالو له پاره د ملګرو متلونو له کمېشنر فلپپو ګرانډي سره د ناستې پر مهال وکړې.
د پاکستان ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د سیمې د تلپاتې سولې او پرمختګ له پاره اړه ده، چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ساتنه شي.
ده په دې برخه کې پر نړیواله ټولنه هم غږ کړی او غوښتنه یې ترې کړې، چې د افغان کډوالو په بېرته ستنېدا کې له پاکستان سره په ګډه کار وکړي.
د کډوالو لپاره ملګروملتونو د عالي کمشنرۍ يا UNHCR د وينا له مخې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ١٥ لکه راجسټر شوي کډوال مېشت دي.
ښاغلي فليپو ګرانډي ډاډ يې ورکړى چې اداره به يې په افغانستان کې د کډوالو د بېرته ستنېدا لپاره د مناسب ماحول پيدا کولو او د دغې ستونزې د اواري کوښښ وکړي.
باید وویل شي، وروسته له هغې چې په تورخم کې د افغان او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، په پاکستان کې پر افغان کډوالو یو ځل بیا کړۍ تنګه شوې او پاکستاني چارواکو دغه خبره ګرمه کړې.
د پاکستان تر ولسمشر وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز هم د افغان کډوالو پر وتلو ټينګار کړی و او دغه راز تر هغې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي طارق فاطمي هم ویلي وو چې نور افغان کډوال په پاکستان کې د زغم وړ نه دي او خپل هېواد ته باید ولاړ شي.
دا نه یوازې د پاکستان چارواکي دي، چې د افغان کډوالو د وتلو خبرې کوي، بلکې په ځینو سیمو کې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو او د هغوی د ځورونې لړۍ پیل شوې ده.
په ځینو سیمو کې ان هغه افغانانو ته چې هلته یې وړې پانګونې کړې هم ویل شوي، چې په څو ورځو کې خپل کاروبار وتړي او له پاکستانه ووځي.
د دې تر څنګ په خیبرپښتونخوا کې لا پولیسو د افغان کډوالو په نیولو هم لاس پورې کړی او د رپوټونو له مخې لسګونه کسان یې تر د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیولي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین