۰
سوشما سوارج:

هند له افغانستان سره د کلکې تېږې په شان ولاړ دی

پنجشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۱
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیره مېرمن سوشما سوارج وايي،هېواد یې د افغانستان امنیتي، اقتصادي سوکالۍ ته ژمن دی او له دې هېواد سره به د تېږي په شان کلک ودرېږي.
هند له افغانستان سره د کلکې تېږې په شان ولاړ دی
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیره مېرمن سوشما سوارج وايي،هېواد یې د افغانستان امنیتي، اقتصادي سوکالۍ ته ژمن دی او له دې هېواد سره به د تېږي په شان کلک ودرېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اغلې سوراج دغه څرګندونې تېره ورځ په هند کې د هغه ځانګړو مراسمو پرمهال وکړې، چې په افغانستان کې د سلما بند جوړونکو او پرسونل له پاره جوړ شوي وو.
د افغان – دوستي (سلما) بند د کارکوونکو په ویاړ دغه ځانګړي مراسم د هند د اوبو د سرچینو وزارت په نوښت جوړ شوي و، چې په کې د هند د اوبو د سرچینو وزیر اومه بهارتي، د
نوموې وویل«:«موږ غواړو چې دا پیغام د افغانستان خلکو ته د عثماني صاحب (د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر) په وسیله ورسوو چې هند به له دوی سره د یوې کلکې ډبرې په شان ودرېږي، موږ ستاسو اقتصادي سوکالۍ او امنیت ته ژمن یوو.»
بهرنیو چارو وزیرې اغلې سوشما سوراج او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني هم شامل و.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې اغلې سوارج و ویل، چې د افغان – هند د دوستۍ بند (سلما) په خورا سختو او ناامنو شرایطو کې د هندي کمپنۍ (WAPCOS Ltd) له لوري جوړ شو.
اغلې سوارج د بند د کارګرو او انجنیرانو جرات او اراده د هغو سرتېرو له زړورتیا سره ورته وبلله چې د هیواد ساتنه کوي.
نوموې وویل«:«موږ غواړو چې دا پیغام د افغانستان خلکو ته د عثماني صاحب (د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر) په وسیله ورسوو چې هند به له دوی سره د یوې کلکې ډبرې په شان ودرېږي، موږ ستاسو اقتصادي سوکالۍ او امنیت ته ژمن یوو.»
هغه د کابل وروستي برید ته چې ګڼو نیپالیانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته په اشارې سره زیاته کړه چې په افغانستان کې د هند پر کونسلګریو او د هندي دیپلوماتانو او اتباعو پر هستوګنځایونو ۱۶ ځلي حملې شوي او ۲۴ هندیان تراوسه پورې په دې ډول بریدونو کې وژل شوي دي.
ویل کېږي، چې د کابل په وروستي برید کې دوه هندي اتباع هم وژل شوي دي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین