۰
چین:

نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته وکړي

پنجشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۳
په ملګرو ملتونو کې د چین استازی لیو جیا وايي، نړیواله ټوله باید له افغانستان سره د امنیت په برخه کې مرسته وکړي.
نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته وکړي
په ملګرو ملتونو کې د چین استازی لیو جیا وايي، نړیواله ټوله باید له افغانستان سره د امنیت په برخه کې مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي جیا وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونده کې د افغانستان په روان امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې له وسله والو سره جګړه کې د ملکیانو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
نوموړي په کابل او بدخشان کې شوي بریدنه وغندل او ویې ویل چین د ترهګرۍ پر ضد مبارزهکې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کوي او او له دې هېواد سره د خپلو ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې به مرستو ته دوام ورکړي.
ښاغلي جیا وايي، چین هیله لري چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې له امنیتي وضعیت سره د مرستې لپاره نورې هلې ځلې وکړي.
ده ویلي تمه ده چې نړیواله ټولنه له تروریزم، نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې به د افغانستان او د سیمې د هیوادونو ترمنځ همکارۍ ډېرې کړي او او په ګډه به داسي شرایط رامنځته کړي چې په افغانستان کې امنیتي حالت ښه کړای شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین