۰

د بدخشان د خاش ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال تسلیم شوی

پنجشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۲
پوځي چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له خوا د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ له پاره نومول شوی طالب ولسوال افغان پوځ ته تسلیم شوی دی.
د بدخشان د خاش ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال تسلیم شوی
پوځي چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له خوا د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ له پاره نومول شوی طالب ولسوال افغان پوځ ته تسلیم شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي زیاتوي، چې تسلیم شوی طالب ولسوال عبدالله خاموش نومېږي.
د یادې قول اردو ویاند وايي دغه طالب ولسوال له خپلو شپږو تنو ساتونکو سره یو ځای تېر ماښام افغان پوځیانو ته تسلیم شوی دی.
نوموړي زیاتوي، چې دا مهال په بدخشان کې ډېرې سیمې د افغان ځواکونو تر ولکې لاندې دي او افغان ځواکونه په لوړ مورال په یاده ولایت کې د وسله والو پر وړاندې عملیات کړي.
د ۲۰۹ قول اردو ویاند وايي، دغه طالب ولسوال هم ځکه تسلیم شوی، چې اوس په دغه ولایت کې ډېری طالبان پر دې پوه شوي، چې په جګړه یې له افغان ځواکونو نه شي ګټلای.
تر اوسه خپله تسلیم شوي طالب ولسوال او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین