چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو ترافیک پولیس او یو ماشوم وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ غرمه مهال ۱۲:۱۵ بجې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د سخي صیب زیارت ته څېرمه رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د پولیسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه د ځاي پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې یو ترافیک پولیس او یو ماشوم وژل شوي او د ولسي وګړو یو شمېر موټر زیانمن شوي دي.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:ننګرهار