۰

هلمند کې له برمته مسافرو ۲۳ تنه نور افغان پوځ راخوشي کړل

چهارشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۳
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو له خوا د برمته شویو مسافرو له ډلې ۲۳ تنه د افغان ملي پوځ په عملیاتو کې راخوشي شوي دي.
هلمند کې له برمته مسافرو ۲۳ تنه نور افغان پوځ راخوشي کړل
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو له خوا د برمته شویو مسافرو له ډلې ۲۳ تنه د افغان ملي پوځ په عملیاتو کې راخوشي شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دوه ۳۰۳ او دوه ټېلر موټرو مسافر تېره ورځ د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د مهاجربازار په سیمه کې د طالبانو له خوا برمته او پر نامعلوم لوري یې یوړل.
وسله والو په لومړي سر کې ۱۸ مسافر چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، خوشي کړل، خو پاتې نور یې له خپل ځان سره بوتلل.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي تر پېښې وروسته افغان پوځیانو په سیمه کې عملیات پیل کړل.
سرچینه زیاتوي، چې د ملي اردو د شپږم کنډک د درېیمې لوا ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال د ګرشک ولسوالۍ د سپین مسجد په سیمه کې د دغه ولسي برمته شویو وګړو ۲۳ تنه راخوشي او د ګرشک امنیه قوماندانۍ ته یې وسپارل.
خبرپاڼه وايي، دا مهال د ۴۷ تښتول شويو كسانو له دلې يوازې ۶ تنه د طالبانو په ولكه كې پاتې دي او ملي ځواكونو هڅه كوي چې دا كسان هم د وسله والو له منګولو وژغوري.
د وسله والو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته ويلي، دوى پرون ۲۰ تنه خوشې كړي دي خو شپږ تنه لا هم دوى سره تر څېړنو لاندې دي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین