۰
ریچرډ اولسن:

نړیوال به طالبانو او د سیمې هېوادونو ته دا پیغام ورکړي، چې افغانستان یوازې نه پرېږدي

چهارشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۷
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي وايي، که طالبان واقعاً دا غواړي، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه و وځي، نو د د افغانستان له حکومت سره په واقعي معنی او صداقت خبرې اترې وکړي.
نړیوال به طالبانو او د سیمې هېوادونو ته دا پیغام ورکړي، چې افغانستان یوازې نه پرېږدي
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي وايي، که طالبان واقعاً دا غواړي، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه و وځي، نو د د افغانستان له حکومت سره په واقعي معنی او صداقت خبرې اترې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ریچرډ اولسن یاې څرګندونې په
نوموړي وویل «که طالبان واقعاً دا غواړي چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه و وځي، نو د دوی لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده، چې د افغانستان له حکومت سره په واقعي معنی او صداقت خبرې اترې وکړي، که طالبان دا فکر کوي چې موږ به له افغانستان څخه و وځو او هغوی به د پوځي لارې واک ته ورسیږي، ستره اشتباه کوي.»
واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په یوې غونډې کې د خبرو پر مهال وکړې.
اولسن زیاته کړه، چې ښايي طالبان دې پایلې ته رسېدلې وي، چې د جګړې له لارې واک ته ورسېږي او ښايي دا فکر هم ورسره وي، چې متحده ایالات او افغان حکومت د سولې خبرې ته صادق نه دي.
خو په وینا یې متحده ایالات، افغان حکومت او نړیواله ټولنه په دې باور دي، چې د افغانستان د ستونزې دایمي حل لار د سولې خبرې اترې دي.
نوموړي وویل «که طالبان واقعاً دا غواړي چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه و وځي، نو د دوی لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده، چې د افغانستان له حکومت سره په واقعي معنی او صداقت خبرې اترې وکړي، که طالبان دا فکر کوي چې موږ به له افغانستان څخه و وځو او هغوی به د پوځي لارې واک ته ورسیږي، ستره اشتباه کوي.»
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان امنیت د متحده ایالاتو امنیت دی او د وارسا او بروکسل په غوندو کې به نړیوال طالبانو او د سیمې هېوادونو ته دا پیغام ورکړي، چې افغانستان یوازې نه پرېږدي.
ده وویل«
ده وویل« تر ۲۰۲۰ کال پورې د ژمنو غځول به طالبانو، سیمې او ټولې نړۍ ته دا پیغام ورکړي، چې متحده ایالات د افغانستان په څنګ کې ولاړ دي، امریکا به تر ۲۰۲۰ کال پورې هر کال ۳ میلیارده پوځي او یو میلیارد ډالر ملکي مرستې کوي.»
تر ۲۰۲۰ کال پورې د ژمنو غځول به طالبانو، سیمې او ټولې نړۍ ته دا پیغام ورکړي، چې متحده ایالات د افغانستان په څنګ کې ولاړ دي، امریکا به تر ۲۰۲۰ کال پورې هر کال ۳ میلیارده پوځي او یو میلیارد ډالر ملکي مرستې کوي.»
ریچرډ اولسن د افغانستان د حکومت او امنیتي ارګانونو لاسته راوړنې وستایلې او و ویل چې سږ کال طالبانو خپل ټول نظامي زور واچولو خو لاسته راوړنې نه لري.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان حکومت یو شمېر پاخه گامونه اخیستي دي او د شفافیت او پر خپلو پښو د دریدلو په لور د ټاکل شویو ٣٩ هدفونو څخه یې پنځلس ترلاسه کړي دي.
د هغه په وینا د ګمرکاتو عایدات ډېر شوي دي، ولسمشر غني په فساد ککړ قاضیان برطرفه کړي او افغانستان د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په پراخولو کې پرمختګ کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین