۰

د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غونډه وکړه

چهارشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۸
د ملګروملتونو د امنیت شورا د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي نیکولاس هیسوم په تازه رپوټ باندې د بحث له پاره فوق العاده غونډه وکړه.
د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غونډه وکړه
د ملګروملتونو د امنیت شورا د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي نیکولاس هیسوم په تازه رپوټ باندې د بحث له پاره فوق العاده غونډه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې غونده پرون د سه شنبې په ورځ په نیوېارک وشوه، چې په کې خپله د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل هم وینا وکړه.
د دغه شورا پنځو دایمي او لسو نوبتي غړو په غونډه کې ویناوکړې او د افغانستان د امنیتي،
ښاغلي صیقل په تورخم کې د پاکستان له خوا راوړلاړې شوې ستونزې ته په اشارې سره وویل« په دې وروستیو وختونو کې د ټولو دوه اړخیزو میکانیزمونو اوموافقو چې دواړو خواو ورباندې توافق کړې و، پر خلاف زموږ ګاونډي هېواد پاکستان هڅه وکړه چې په یو اړخیز ډول په تورخم کې دروازه ولګوي او په دې ترتیب یې په غیرضروري ډول د دواړو خواو تر منځ وسله والو نښتو ته لمسونه وکړه چې دواړو خوا ته په کې تلفات وا وښتل.»
سیاسي او اقتصادي وضعیت یې د ځانګړي استازي هیسوم وروستۍ رپوټ واورېده.
د ښاغلي هیسوم په رپوټ کې د روانې کړکېچنې امنیتي وضع د منفي اغېزې، د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه مفصل ذکر شوی دی.
نوموړي په دې رپوټ کې په خپله وینا کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د ترمنځ د روغې جوړې په لاره کې پرتوخنډونو ته اشاره وکړه او د یوه دومداره سوله ایز حل پرضرورت یي تاکید وکړ.
په یاده غونډه کې افغان سفیر محمودصیقل غونډ د خپل هېواد په استازي توب د امنیت شورا غړي د طالبانو بریدونو او د پاکستان پوځي لاسوهنو ته متوجه کړل.
ښاغلي صیقل په تورخم کې د پاکستان له خوا راوړلاړې شوې ستونزې ته په اشارې سره وویل« په دې وروستیو وختونو کې د ټولو دوه اړخیزو میکانیزمونو اوموافقو چې دواړو خواو ورباندې توافق کړې و، پر خلاف زموږ ګاونډي هېواد پاکستان هڅه وکړه چې په یو اړخیز ډول په تورخم کې دروازه ولګوي او په دې ترتیب یې په غیرضروري ډول د دواړو خواو تر منځ وسله والو نښتو ته لمسونه وکړه چې دواړو خوا ته په کې تلفات وا وښتل.»
نوموړي زیاته کړه، چې اوسنۍ وضع بحراني ده او د نړیوال امنیت لپاره یو ګواښ دی او پر دوه اخیز تجارت یې خورا منفي اغېز کړی دی.
باید وویل شي، چې په دې غونډه کې د متحده ایالاتو، روسېې، چین، جاپان، فرانسې او بریتانیی سفیرانو د افغانستان په باب د خپلو هیوادونو پرپالیسو باندې رڼا واچوله.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین