چارواکي وايي ملي امنیت ځواکونو په پکتیا ولایت کې یو تن موټر بم ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې ژوندی نیولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید ګر نن سهار ۱۰ بجې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د بازار په منځ کې د ملي امنیت له خوا نیول شوی.
د پکتیکا امنیه قوماندان خلیل الله ضیايي وايي، دغه د يو لړ کشفي راپورونو پر بنسټ دغه ځانمرګى له موټر سره يو ځاى نیول شوی دی.
هغه زیاتوي، چې برید کوونکي ځانمرګی وسکټ هم پر تن کړی و، او دا مهال تر پلټنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي وو.
جمهور آژانس:پکتیکا