۰

هلمند کې برمته شویو مسافرو نه ۱۸ تنه خوشي شول

سه شنبه ۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۸
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو مخالفینو له خوا د برمته شویو مسافرو له ډلې څخه ۱۸ تنه خوشي شوي او نور یې په نامعلوم لوري بېول شوي.
هلمند کې برمته شویو مسافرو نه ۱۸ تنه خوشي شول
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو مخالفینو له خوا د برمته شویو مسافرو له ډلې څخه ۱۸ تنه خوشي شوي او نور یې په نامعلوم لوري بېول شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک زیاتوي، چې وسله والو نن سهار د هرات ـ کندهار پر لویه لار د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مهاجربازار سیمه کې یو ۴۰۴ مسافر وړونکی او دوه ټېلر موټر ګرځولي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د موټرو تر ګرځولو وروسته وسله والو ۱۸ تنه برمته مسافر چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، خوشي کړي، خو نور مسافر او موټر یې په نامعلوم لوري له ځان سره وړي.
ځواک زیاتوي، چې د پاتې مسافر د خلاصون په موخه هڅې پیل شوې او افغان ځواکونو عملیات پیل کړي دي.
په ورته وخت کې د هلمند امنیه قوماندان اقانور کینتوز وايي، په دغه موټرو کې لږ تر لږه ۱۰۰ مسافر وو چې وسله والو برمته کړي.
که څه هم د هلمند د والي ویاند وایي وسله والو څلور درې موټر برمته کړي، خو د ګرشک امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک او د هلمند د ترانسپورت رییس وایي، وسله والو دوه ۳۰۳ او دوه ټېلر موټر سره له مسافرو په نامعلوم لور بېولي دي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د برمته کوولو پېښې زیاتې شوې دي.
څو ورځې وړاندې دوه ځلې په کندوز کې د لویې لارې مسافر د وسله والو له خوا برمته شول، چې ځینې یې و وژل شول او یو شمېر یې بېرته خوشي کړای شول.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین