۰
يو.اېن.اېچ.سي.آر:

تر څو د افغان کډوالو ستونزه حل کېږي، بايد د دوى درناوى وشي

سه شنبه ۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۲
د پاکستان په بلوجستان ایالت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر وايي، تر هغه چې د افغان کډوالو ستونزه حل کېږي، بايد د دوى درناوى وشي او حقوق يې تر پښو لاندې نه شي.
تر څو د افغان کډوالو ستونزه حل کېږي، بايد د دوى درناوى وشي
د پاکستان په بلوجستان ایالت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر وايي، تر هغه چې د افغان کډوالو ستونزه حل کېږي، بايد د دوى درناوى وشي او حقوق يې تر پښو لاندې نه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د
د جمهور آژانس د خبر له مخې د يو.اېن.اېچ.سي.آر دغه ایالتي مشر دنېش شريسته له افغان کډوالو سره د خواخوړۍ په توګه د کډوالو د ورځ په ویاړ په جوړ شوي سمینار کې وویل، چې افغان کډوال څوک په زور خپل هېواد ته نه شي شړلای.
يو.اېن.اېچ.سي.آر دغه ایالتي مشر دنېش شريسته له افغان کډوالو سره د خواخوړۍ په توګه د کډوالو د ورځ په ویاړ په جوړ شوي سمینار کې وویل، چې افغان کډوال څوک په زور خپل هېواد ته نه شي شړلای.
په دغه سمینار کې د کډوالو پر ستونزو خبرې وشوې او پر دې ټينګار وشو چې حکومتونه بايد ژر تر ژره خپل هېواد ته د کډوالو د ستنېدو زمينه برابره کړي.
ښاغلي دنېش شريسته وايي، دوى پوهېږي چې د پاکستان حکومت او خلک نور ستړي شوي او غواړي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
خو په وینا یې افغان کډوال په زوره نه شي شړل کېداى او اداره يې هڅه کوي چې له حکومتونو سره په ګډه د ټولو افغان کډوالو د ستنېدو زمينه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان کډوال
ښاغلي دنېش شريسته وايي، دوى پوهېږي چې د پاکستان حکومت او خلک نور ستړي شوي او غواړي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
دا مهال هم په خپل هېواد ستونزې لري خو د کډوالو چارو اداره هڅه کوي، چې افغان کډوال خپل هېواد ته په خپله خوښه ستانه شي.
دی وايي، افغانستان، پاکستان، ايران او يو.اېن.اېچ.سي.آر په ګډه پر دې موضوع کار کوي چې څنګه بايد په افغانستان کې د کډوالو د ور ستنېدو زمينه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي فاطمي خبردارۍ ورکړ، چې نور افغان کډوال په پاکستان کې د زغم وړ نه دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین