۰

شپږ تنه پاکستاني طالب قوماندان پوځ ته تسلیم شوي

سه شنبه ۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۲
د پاکستان امنیت چارواکي وايي، د پاکستاني د طالبانو د پخواني وژل شوي مشر حکیم الله محسود د ورور او تره په ګډون شپږ طالب قوماندان پوځ ته تسلیم شوي دي.
شپږ تنه پاکستاني طالب قوماندان پوځ ته تسلیم شوي
د پاکستان امنیت چارواکي وايي، د پاکستاني د طالبانو د پخواني وژل شوي مشر حکیم الله محسود د ورور او تره په ګډون شپږ طالب قوماندان پوځ ته تسلیم شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د جنوبي وزیرستان د محسود قبیلې دغه طالب قوماندانان د تېرې شنبې په ورځ پوځ ته تسلم او د دوشنبې په ورځ پوځ ترې تحقیقات وکړل.
رویټرز آژانس زیاته کړې، چې د حکیم الله ورور اعجاز او تره یې خیرمحمد نومېږي، چې د طالبانو د یوه بل وژل شوي مشر خان سعید په مشري یې د پاکستاني طالبانو له ډلې سره بعیت کړی و.
په پیښور کې یو پوځي چارواکي دغه اژانس ته ویلي چې یاد طالب قوماندانان له تسلیمېدو وروسته دېره اسماعیل خان ته لېږدول شوي دي.
د رویترز خبري لیکلي، چې پوځ ته د حکیم الله محسود د کورنۍ تسلیمېدل ښایي د پاکستاني طالبانو ځواک کمزوری کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین