چارواکي وايي، وسله والو کسانو د هرات- کندهار پر لویه لار په هلمند ولایت کې یو مسافروړونکی ۳۰۳ موټر سره له مسافرو برمته کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار په یاده لویه لار د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې دغه مسافر د وسله والو مخالفینو له خوا برمته شوي، چې تر اوسه نه دي خوشي شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د لویو لارو پر سر د مسافرو برمته کېدل زیات شوي دي.
څه موده وړاندې دوه ځلې په شمالي کندوز کې دوه ځلې د لویې لارې مسافر د وسله والو له خوا برمته شوي وو چې ځینې یې ترې وژلي او نور یې خوشي کړي وو.
جمهور آژانس:هلمند