۰
پاکستان:

پر ډېورنډ کرښه ۱۱سوه کیلومتره کنده بشپړه شوه

سه شنبه ۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۷
د پاکستان سرحدي چارواکو اعلان وکړ، چې د بلوچستان او افغانستان تر منځ، پر ډېورنډ کرښه د ۱۱۰۰ کیلومتره کندې کندل بشپړ شول.
پر ډېورنډ کرښه  ۱۱سوه کیلومتره کنده بشپړه شوه
د پاکستان سرحدي چارواکو اعلان وکړ، چې د بلوچستان او افغانستان تر منځ، پر ډېورنډ کرښه د ۱۱۰۰ کیلومتره کندې کندل بشپړ شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کنده د افغانستان سویل کندهار ولایت کې د افغانستان او بلوچستان تر منځ کاږل شوې ده.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې ویلي، چې د پاکستان سرحدي ځواک دغه کنده د چې په ۲۰۱۳ م کال کې پیل کړې وه، د ۱۴ ملیارد روپیو په لګښت بشپړه کړه.
پاکستان وايي، دغه کنده چې ۱۱ فوټه ژوره او ۱۴ پلنه ده له افغانستان څخه پاکستان ته د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي او د ترهګرو د اوښتو د مخنیوي په موخه کاږل شوې ده.
دوی دا هم وايي، چې د دې پروژې په بل پړاو کې به د ډېورنډ په ټوله ۲۲۵۰ کیلومتره کرښه کنده وکیندل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین