۰
سرتاج عزیز:

که طالبان ټول افغانستان نشی نیولی، نو تر کلونو پورې جنګ کولی شي

سه شنبه ۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۴
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، جګړه سوله نشي راوستلی او که خبرې اترې نه وي، نو طالبان که ټول افغانستان نیولی نه شي، خو تر کلونو پورې جنګ کولی شي.
که طالبان ټول افغانستان نشی نیولی، نو تر کلونو پورې جنګ کولی شي
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، جګړه سوله نشي راوستلی او که خبرې اترې نه وي، نو طالبان که ټول افغانستان نیولی نه شي، خو تر کلونو پورې جنګ کولی شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرتاج عزیز د پاکستان له دولتي تلوېزیون (پي ټي وي) سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې پاکستان د افغانستان له پاره په خپله خاوره کې له طالبانو سره جګړه نشي کولی.
سرتاج عزیز د امریکا دا خبره هم ناسمه بللې، چې ګڼې پاکستان د ځینو طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ، بلکې وايي پاکستان په ضرب عضب عملیاتو کې د طالبانو ټول تاسیسات له منځه وړي دي.
نوموړي جګړې او سولې ته په اشارې سره ویلي«زموږ نظر دا دی چې تاسو (ناټو او امریکا) له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي جګړه کوۍ، خو جګړې سوله رانه وړلی شوه، اوس یوازینۍ لار خبرې اترې دي. که طالبان افغانستان نیولی نه شي نو تر کلونو پوري جنګ کولی شي.»
که څه هم سرتاج عزیز د ستونزو د حل یوازینې لار خبرې اترې بللې خو په ورته وخت کې وايي، پاکستاني چارواکي او طالبان د سولې د خبرو پر سر اختلاف لري.
په داسې حال کې چې سرتاج عزیز څه موده وړاندې ویلي و، چې پاکستان نشي کولای طالبانو خبرو ته حاضر کړي خو اوس یې یو ځل بیا ویلي، چې موږ طالبان د خبرو مېز ته حاضرولی شو خو په نهایت کې باید افغانستان ورسره خبرې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان حکومت باید په میدان کې خپل موقف غښتلی کړي او دوهم دا چې دوی باید طالبانو ته څه وړاندې کړي چې دوی یې د جګړې په میدان کې نه شي ترلاسه کولی او بالاخره باید دا پروسه دوامداره وي.
هغه وايي، که د جګړې په میدان کې وضعیت د افغانستان د حکومت په ګټه واوښت د سولې خبرې ممکن پیل شي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین