۰

د کابل د ولایتي شورا یو غړي ماین چاودنه کې ټپي شو

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۸
د کابل د ولایتي شورا یو تن غړي مولوي عطاالله فیضاني د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شو.
د کابل د ولایتي شورا یو غړي ماین چاودنه کې ټپي شو
د کابل د ولایتي شورا یو تن غړي مولوي عطاالله فیضاني د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند په چهلستون سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
امنیتي چارواکی وايي، چاودنه د ښاغلي فیضاني په موټر پسې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې د فیضاني په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، د کابل د ولایتي شورا دغه غړی له خپل کور څخه د دندې پر لور روان و، چې پر موټر یې چاودنه وشوه.
د چاودنې مسؤولیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په کابل کې د نیپالیانو په یوه موټر هم ځانمرګي برید کې ۱۴ تنه نیپالیان وژل شوي او د څلورو افغانانو په ګډون ۹ نیپالیان ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې نن د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې هم یوې خونړۍ چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي او له ۴۰ زیاته ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین