۰

کنړ کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۲
امنیتي چارواکي وايي، په کونړ ولايت کې د بېلا بېلو امنيتي پېښو پر مهال ١٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کنړ کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي چارواکي وايي، په کونړ ولايت کې د بېلا بېلو امنيتي پېښو پر مهال ١٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښې په مرکز اسعدآباد، څوکۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې نن رامنځ ته شوې دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل وايي لومړی، د مرکز اسعداباد اړوند د کرهالې په سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه کې يو تن وژل شوى او څلور نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې عاملين نيول شوي او تر پلټنو لاندې دي.
دغه راز سیدخېل وايي، د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چلس په سيمه کې دوو قومونو په خپلو کې د څړ ځای او ځنګل پر سر شخړه کړې چې په ترڅ کې يې يو تن وژل شوى او درې نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې سیدخېل زیاتوي، چې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د پشد په سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان او امارت ډلو تر منځ وسله واله نښته شوې.
دی وایي په دغه نښته کې له دواړو لورو پنه تنه وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین