۰

د بدخشان د چاودنې مرګ ژوبله له ۶۰ واوښته

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۲
چارواکي وايي، په بدخشان ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله تر ۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د بدخشان د چاودنې مرګ ژوبله له ۶۰ واوښته
چارواکي وايي، په بدخشان ولایت کې د یوې چاودنې له امله تر ۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن ۱۰:۴۵ د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کشم ولسوالۍ امنیه قوماندان صفي الله وايي، چاودنه د کشم په څلور لاري کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي.
خو د والي ویاند احمد نوید فروتن وايي، په دغه چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي او له ۴۰ زیات ټپیان شوي دي.
د پېښې مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.
د خبربشپړجزیات به وروسته په لیکه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په کابل کې یوه ځانمرګي برید کې ۱۴ نیپالیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:بدخشان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین