۰

ننګرهار کې د یوه تاجکستاني په ګډون درې داعشیان نیول شوي

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۴
چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې د یوه تاجکستاني وګړي په ګډون درې داعشیان نیولي دي.
ننګرهار کې د یوه تاجکستاني په ګډون درې داعشیان نیول شوي
چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې د یوه تاجکستاني وګړي په ګډون درې داعشیان نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه داعشیان تېره ورځ د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالیو کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي.
نوموړي زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونو لومړی د اچین ولسوالۍ د وچ کوټ په سیمه کې د داعش دوه غړي نیولي، چې یو یې د تاجکستان اوسېدونکی او بل یې هم افغان دی.
دی وايي، نیول شوی تاجکستاني غیرت جان او افغان چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی عبدالقادر نومېږي.
خوږیانی زیاتوي، چې له دغه کسانو سره یو جلد پاسپورټ او یوه پایه GPS هم نیول شوي او دواړو په خپلو جرمنو اعتراف کړی دی.
په ورته وخت کې خوږیانی وايي، پولیسو د کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملا عبدالقهار په نوم د داعش یو بل غړی هم نیولی دی.
ده وویل ملا عبدالقهار چې په ملتان مشهور دی، په سیمه کې د داعش مالي مسؤول و او هغه مهال چې په سیمه کې له ولسونو د داعش له پاره پیسې راټولولې د پولیسو له خوا ونیول شو.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۲۷ داعشیان وژل شوي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین