۰

پاکستاني پولیسو خیبرپښتونخوا کې ۳۴۰ افغان کډوال نیولي

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۱
رپوټونه وايي، پاکستاني پولیسو له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې ۳۴۰ تنه افغان کډوال نیولي دي.
پاکستاني پولیسو خیبرپښتونخوا کې ۳۴۰ افغان کډوال نیولي
رپوټونه وايي، پاکستاني پولیسو له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې ۳۴۰ تنه افغان کډوال نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د خیبرپښتونخوا د پولیسو یوه مشر عباس مجید ویلي دغه کډوال یې د تېرو تر دریو ورځو په ترڅ کې د پېښور ښار له بېلا بېلو سیمو څخه نیولي دي.
ده زیاته کړې، چې پولیسو د غیرې قانوني کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي، چې تر اوسه پورې ۳۴۰ تنه افغانان په کې نیول شوي دي.
نوموړی وايي، نیول شویو کډوالو قانوني اسناد نه درلودل او دا عملیات به د هغه افغان کډوالو پر وړاندې چې قانوني اسناد ونه لري دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف ځانګړي استازي فاطمي ویلي و، چې پاکستان نور په خپله خاوره کې افغان کډوال نه شي زغملی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین