۰

کابل کې ځانمرګي برید ۱۴ نیپالي ساتونکي و وژل

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۱
د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د شوي ځانمرګي برید له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې نېږدې ټول یې نیپالي ساتونکي دي.
کابل کې ځانمرګي برید ۱۴ نیپالي ساتونکي و وژل
د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د شوي ځانمرګي برید له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې نېږدې ټول یې نیپالي ساتونکي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند بنايي سیمې په پل پاچ کوڅه کې شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، برید په دغه برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي، چې ټول نیپالي وګړي دي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، برید د یوه پلي ځانمرګي له خوا شوې او په ټپیانو کې ۵ نیپالیان او ۴ افغانان ټپیان شوي دي.
دغه راز د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي وايي،  د حملې هدف د نیپالي اتباعو کاسټر موټر وو. د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او په کې یې له ۲۰ د زیاتو بهرنیو وګړو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د حصارک په یوه جامع جومات کې د ځای پرځای شوي چاودیدونکو توکو په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۷۲ تنه نور ټپیان دي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین