۰

پاکستان وايي افغان کډوال نور په خپله خاوره نشي زغملی

يکشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۲
پاکستان وايي، نور افغان کډوال په خپل هېواد کې نه شي زغملی او هغوی باید په خپل خوښه افغانستان ته لاړ شي.
پاکستان وايي افغان کډوال نور په خپله خاوره نشي زغملی
پاکستان وايي، نور افغان کډوال په خپل هېواد کې نه شي زغملی او هغوی باید په خپل خوښه افغانستان ته لاړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي طارق فاطمي تېره ورځ په اسلام آباد کې خبریالانو ته کړې.
نوموړي ویلي«موږ نور په خپل هېواد کې د افغان کډوالو موجودیت نشو زغملی، زموږ هېواد غواړي، چې افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.»
هغه زیاته کړه، چې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې نېږدې ۳ میلیونه افغانانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی و، خو نور دا کار نه شي زغملای.
په ورته وخت کې فاطمي تور پورې کړ، چې هند کولى شي د افغانستان له لارې په پاکستان کې بريدونه تنظيم کړي.
هغه وايي له افغان حکومته یې غوښتنه ده، چې خپل هېواد کې د هغو وسله والو ته ځاى نه ورکوي، چې د پاکستان په ضد يې وسله پورته کړې ده.
پاکستان له افغان حکومته دغه غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې له پاکستانه په وار وار غوښتنه کړې او غواړي، چې په خپله خاوره کې د وسله والو پټنځایونه له منځه یوسي، د هغوی له تمویل او تجهز څخه لاس واخلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین