۰
مجددي:

پاکستان غواړي د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه سره وجنګوي

يکشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۴
پخواني ولسمشر او جهادي رهبر حضرت صبغت الله مجددي په تورخم کې د افغان ځواکونو سرښندنه ستایلې خو وايي، پاکستان غواړي د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه سره وجنګوي.
پاکستان غواړي د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه سره وجنګوي
پخواني ولسمشر او جهادي رهبر حضرت صبغت الله مجددي په تورخم کې د افغان ځواکونو سرښندنه ستایلې خو وايي، پاکستان غواړي د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه سره وجنګوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي مجددي له خوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پاکستان د تېر په څېر يو ځل بيا پر افغانستان د تېري ناوړه
ښاغلي مجددي په خبرپاڼه کې ویلي« ما پخوا هم ويلي، اوس يې هم وايم، چې د پاکستان استخباراتي اداره اى اېس اى د افغانستان د ټولو ناخوالو او بدختيو مسووله ده، دغه اداره اوس غواړي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ولسونه سره وجنګوي.»
هڅه وکړه.

دغه جهادي رهبر زیاته کړې، چې د پاکستان څارګرې ادارې آی اېس آی نه يوازې افغانانو، بلکې د خپل هېواد ولسونو ته يې هم ستونزې جوړې کړې دي.
نوموړي د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال پاکستان له مجاهدينو سره د همکارۍ له نومه په ګټې سره په ډېرو برخو کې د افغانستان خاورې ته ننوتلی او اوس بايد افغانان په اتحاد او اتفاق سره له پاکستانه خپله خاوره بېرته ترلاسه کړي.
هغه په تورخم کې د افغان ځواکونو د مېړانې ستاينه کړې او د پاکستان د تېري پر وړاندې د افغان ځواکونو غبرګون يې د پاکستان لپاره د عبرت درس ګڼلى دى.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین