۰

ناټو افغان هوايي ځواک ته ۵ څرخکې ورکړې

يکشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۱
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان ملي اردو هوايي ځواک ته پنځه جنګي چورلکې ورکړې.
ناټو افغان هوايي ځواک ته ۵ څرخکې ورکړې
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان ملي اردو هوايي ځواک ته پنځه جنګي چورلکې ورکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکی وايي، د دوی له لوري افغان هوايي ځواک ته بښل شوې چورلکې ایم ډي ۵۳۰ ډوله دي.
د غوڅ ملاتړ د ماموریت د چارواکو په وینا په دغو څرخکو کې ماشینګڼونه نصب دي او توغندي هم ورڅخه توغول کېدای شي.
تر دې وړاندې امریکا د افغانستان د هوايي ځواک لپاره یو شمېر روسي څرخکې هم اخیستي او هند هم څو روسي څرخکې افغان ځواکونو ته ورکړي دي.
ایم ډي ۵۳۰ چورلکې، چې افغان ځواکونه یې په کارولو کې ښه بلد دي، د توغندیو ویشتلو او د افغانستان په څېر غرنیزو هېوادونو کې د عملیاتو ښه وړتیا لري.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هند هم افغانستان څلور چورلکې ورکړې او دغه راز امریکا هم په دې برخه کې مرسته کړې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین