۰

د تورخم د کړکېچ د حل په موخه افغان پلاوی پاکستان ته ځي

شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۹
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي، د پاکستان په بلنه د تورخم د کړکېچ د هواري له پاره یو افغان پلاوی پاکستان ته ځي.
د تورخم د کړکېچ د حل په موخه افغان پلاوی پاکستان ته ځي
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي، د پاکستان په بلنه د تورخم د کړکېچ د هواري له پاره یو افغان پلاوی پاکستان ته ځي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې غورځنګ زیاتوي، چې دغه غوښتنه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په تلېفوني اړیکه کې کړې.
غورځنګ پر خپله فسبوک پانه لیکلي، چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره په خبرو کې له هغه او د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني وغوښتل، چې اسلام آباد ته سفر وکړي.
د ملي امنیت شورا د ویاند په خبره اسلام آباد ته تلوونکی پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د تورخم د کړکېچ د حل په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د ملي امنیت شورا د ویاند په خبره د افغانستان دولت پرېکړه وکړه، چې په نژدې راتلونکې کې به د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ د افغان دولت یو پلاوی د تورخم د مسلې په اړه د خبرو اترو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
پاکستان ته افغان پلاوی پر داسې مهال سفر د تکل کوي، چې د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتې او شپږو ورځو مکمل بندېدو وروسته نن د تورخم لار د خلکو او موټرو پر مخ پرانستل شوه.
افغان سرحدي چارواکي وايي، پاکستاني لوري تېره شپه په یوه ناسته کې ورسره موافقه وکړه، چې نن سهار ۸ بجې به دروازه پرانیزي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین