۰

د تورخم دروازه د خلکو پر مخ خلاصه شوه

شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۶
په ختیځ کې سرحدي پولیس چارواکي وايي، د تورخم دروازه د قانوني اسناد لرونکو خلکو او سوداګریزو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د تورخم دروازه د خلکو پر مخ خلاصه شوه
په ختیځ کې سرحدي پولیس چارواکي وايي، د تورخم دروازه د قانوني اسناد لرونکو خلکو او سوداګریزو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د سرحدي پولیسو درستیزوال جنرال محمد ایوب حسین خېل زیاتوي، چې دغه لار نن سهار ۸ بجې د ترافیکو پر مخ پرانستل شوه.
نوموړی وايي، تېره شپه د سرحدي پولیسو د کمیسارۍ مرستیال له پاکستاني پلاوي سره خبرې کړې او په پای کې پاکستاني لوري وویل، چې نن سهار به د تورخم لاره پرانستل شي او د اتو بجو کېدو سره سم لاره خلاصه شوه.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی هم وایي لار پرانستل شوې او په دې سره به د سوداګرو او ناروغانو ستونزې هوارې شي.
دغه راز پاکستاني چاروکو هم ویلي، چې تېره شپه د دواړو خواوو تر ناستې او خبرو اترو وروسته د لارې د خلاصېدو پرېکړه وشوه.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د تورخم د شخړې په تړاو پاکستان ته ولاړ شي او پاکستاني چارواکو سره پرې خبرې وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین