۰

پاکستاني پولیسو پېښور کې ۱۵افغانان نېولي دي

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۸
رسني وايي، پاکستاني پولیسو د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار کې ۱۵ افغانان نېولي دي.
پاکستاني پولیسو پېښور کې ۱۵افغانان نېولي دي
رسني وايي، پاکستاني پولیسو د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار کې ۱۵ افغانان نېولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستانۍ ډېلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې دغه افغانان د حیات اباد په شاوخوا سیمو کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
ورځپاڼې حیات اباد کې د پولیسو د تاڼې د مشر حسن افضل له خولې لیکلي، چې نېول شوو کسانو په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل او دا مهال د پېښور مرکزي زندان ته د څېړنو په موخه استول شوي دي.
باید وویل شي، چې د کابل – اسلام اباد د سیاسي اړیکو تر خرابېدو وروسته پاکستاني پولیسو یو ځل بیا هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر ځورولو او نیولو لاس پورې کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین