۰
تواب غورځنګ:

په بروکسل کنفرانس کې به د افغان حکومت ټولې غوښتنې ومنل شي

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۶
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ناټو ګڼ شمېر غړو هېوادونو ډاډ څرګند کړی، چې د بروکسل په کنفرانس کې به د افغانستان د حکومت ټولې غوښتنې ومنل شي.
په بروکسل کنفرانس کې به د افغان حکومت ټولې غوښتنې ومنل شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ناټو ګڼ شمېر غړو هېوادونو ډاډ څرګند کړی، چې د بروکسل په کنفرانس کې به د افغانستان د حکومت ټولې غوښتنې ومنل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورڅنګ نن د حکومت د ویندویانو په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې افغان حکومت هم د بروکسل کنفرانس کې د ګډون له پاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.
نوموړي وویل، چې افغان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې د خپلو غوښتنو د مطرح کولو له پاره یو منظم پلان او بشپړ پروپوزل چمتو کړی او ناټو هم ډاډ څرګند کړی، چې د افغان حکومت ټولې غوښتنې به ومنل شي.
ښاغلي غورځنګ زیاته کړه، چې افغانستان او افغان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او هڅه کوي، چې له نړیوالو متحدینو سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې کوټلې مباره وکړې.
د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړه، چې افغان حکومت د داعش پر وړاندې د مبارزې له پاره هم یوه ملي ستراتېژي جوړه کړې او په دې برخه کې ښې لاس ته راوړنې لري.
ده وویل، چې یوازې په تېر دریو میاشتو کې د داعش ۲۲۱ وسله وال د هغوی د قوماندانو په شمول وژل شوي او ۴۴ نور یې ژوندي نیول شوي دي.
ده ومنله چې په ځينو سیمو کې د داعش وسله والو تحرکات شته، خو په وینا یې حکومت ژمن دی، چې د جوړې شوې ملي ستراتېژۍ پر اساس به د هرې وسله والې ډلې پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي.
دغه راز ښاغلي غورځنګ په یاد کنفرانس کې دا هم و ویل، چې په افغانستان کې د ځینو بنسټیزه کارونو په پیل سره، په دې وروستیو کې هڅې کېږي، چې په ځينو سیمو کې ناامنۍ زیاتې او د کار پر وړاندې ستونزې راوټوکوي.
خو په وینا یې د افغانستان دولت او حکومت ژمن دی، چې د هېڅ خنډ پروا به نه کوي، او د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ په برخه کې به مخ پر وړاندې ځي.
هغه زیاته کې چې افغان دولت هېڅ وخت د جنګ طرفدار نه دی، خو له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع یې خپل حق دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین