۰
دفاع وزارت:

هغه څوک چې پر افغانستان د یرغل تکل لري د افغانانو تېر تاریخ د وګوري

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۰
د افغانستان دفاع وزارت خبردارۍ ورکړ، چې که څوک په افغانستان د یرغل او جګړې نشه په سر کې لري، نو له تعقل څخه د کار واخلي او د افغانستان تېر تاریخ ته دې کتنه وکړي.
هغه څوک چې پر افغانستان د یرغل تکل لري د افغانانو تېر تاریخ د وګوري
د افغانستان دفاع وزارت خبردارۍ ورکړ، چې که څوک په افغانستان د یرغل او جګړې نشه په سر کې لري، نو له تعقل څخه د کار واخلي او د افغانستان تېر تاریخ ته دې کتنه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري نن د حکومت د ویندویانو په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې افغانستان هېڅ وخت پر هېچا د تېري نیت نه لري، خو که څوک په افغانستان یرغل کوي، نو له خپلې خاورې دفاع د افغانانو حق دی.
ښاغلي وزیر وویل«موږ په هېچا تېری نه کوو، خو که څوک زموږ پر خاوره یرغل کوي او جګړه غواړي نو بیا دې یو ځل د افغانستان
ښاغلي وزیر وویل«موږ په هېچا تېری نه کوو، خو که څوک زموږ پر خاوره یرغل کوي او جګړه غواړي نو بیا دې یو ځل د افغانستان تېر تاریخ ته کتنه وکړي، چې هر یرغلګر ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی.موږ هیله لرو، چې د جګړې پر ځای له تعقل څخه کار واخستل شي او ستونزې د خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو حل شي.»
تېر تاریخ ته کتنه وکړي، چې هر یرغلګر ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی.موږ هیله لرو، چې د جګړې پر ځای له تعقل څخه کار واخستل شي او ستونزې د خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو حل شي.»
دغه راز ښاغلي وزیر په دې خبري کنفرانس کې وویل، چې د جګړې په ډګر کې وسله وال ډلې سخت ځپل شوې او افغان ځواکونه په پوره زړورتیا پرې بریدونه کوي.
نوموړي وویل، چې دا مهال د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د افغان ځواکونو له خوا ۲۰ پلان شوي عملیات روان دي، چې په ترڅ کې یې وسله والو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده زیاته کړه، چې د اروزګان په چارچینو، د هلمند، په مارجه، سنګین، نادعلي، ګرشک، د کندهار په میوند، شاولي کوټ، د ننګرهار په اچین، د پکتیکا په برمل او کندوز ولایت کې وسله والو مخالفینو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې.
د دفاع وزارت ویاند وویل چې د دې ترڅنګ د کمانډو ځواکونو له خوا هم ۱۵ عملیات روان دي، چې ښه پایله لري او په ترڅ کې یې وسله والو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې.
همدارنګه ښاغلي وزیر وویل، چې تېره شپه د افغان ځواکونو له خوا درې شپني عملیات تر سره شوي، چې ښې پایلې لري.
په ټول کې د دفاع وزارت ویاند وویل، افغان ځواکونو د وسله والو هغه پلان مکمل شنډ کړی، چې هوډ یې درلود، د کوټې شورا افغانستان ته راولېږدوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین