۰
زاخېلوال:

که پاکستان د دروازې کار ونه دروي، نو زما پر اوسنۍ دنده د پاتې کېدو دلیل نه پاتې کېږي

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۹
په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پاکستان ته خبردارۍ ورکړ، چې که په تورخم کې د دروازې جوړول کار ونه دروي نو سر له نن نه دلیل نه پاتی کېږی چې دی د اوسنۍ دندې ته دوام ورکړي.
که پاکستان د دروازې کار ونه دروي، نو زما پر اوسنۍ دنده د پاتې کېدو دلیل نه پاتې کېږي
په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پاکستان ته خبردارۍ ورکړ، چې که په تورخم کې د دروازې جوړول کار ونه دروي نو سر له نن نه دلیل نه پاتی کېږی چې دی د اوسنۍ دندې ته دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېلوال دا هم ویلي، چې د کار په نه درېدو او دوام سره چې په راتلونکې کې هرڅه رامنځ ته کېږي، پړه به یې د پاکستان پر غاړه وي.
ښاغلي زاخېوال پرخپله فسبوک پاڼه ویلي، چې د تورخم د ستونزې په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې او پر دغه ټکو اول: اوربند، دوهم: د ستونزی په اړوند په جګه کچه تماس، دریم:
پاکستان فوځ مشرتابه ته یو پیغام واستاوه چې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دی:«نه یواځی دا چی د توقع خلاف تاسی کار ندی درولی تر څو د خبرو دلاری حل ته فرصت ورکړۍ بلکی په غلطه مو داسی ښودلی چی ستاسی د کار پیل زموږ د پرونیو خبرو پر اساس شوی. زه ستاسی دا خبره په صراحت او وضاحت ردوم. که چیری تاسی کار و نه ځن‌‌‌‌‌‌ډوۍ تر څو د خبرو د لاری د ا کړکیچ حل شی نو سر له نن نه دلیل نه پاتی کیږی چې زه دې اوسنۍ دندې ته دوام ورکړم. زه به د تورخم د موضوع او شخړې مکمل تفصیل عام کړم او د دې موضوع راتلونکې هر ناخواله عواقب به ستاسې په اوږو وي.»
د یو لوړپوړی هیئت په چوکاټ کی د خبرو له لاری د موضوع چټک حل، څلورم: د خبرو تر حل پوری د کار توقف، موافقه کړې.
زاخېلوال وايي پاکستاني لوري د تېرې ورځې له ناستې ناسم تعبیر اخیستی او د توقع خلاف یې کار نه دی درولی، چې په وینا یې دا د تېرې ورځې له موافقې په ښکاره سرغړونه ده.
په اسلام آباد کې افغان سفیر د دې ستونزې او د تېرې ورځې د ناستې په اړه لیلکي «پرون ما د پاکستان د فوځ د پلاوی سره په لاندی ټکو خبری لن‌‌‌‌‌‌ډی کړی: دغه ټکو اول: اوربند، دوهم: د ستونزی په اړوند په جګه کچه تماس، دریم: د یو لوړپوړی هیئت په چوکاټ کی د خبرو له لاری د موضوع چټک حل، څلورم: د خبرو تر حل پوری د کار توقف.»
دغه راز ښاغلي زاخېلوال پر خپله فسبوک پاڼه دا هم لیکلي، چې د پاکستان له لوري د کار په پیل قطعآ توافق نه دی شوی او په دې اړه یې د پاکستان د پوځ مشرتابه ته یو پیغام هم لېږلی دی.
هغه لیکلي«د پاکستان د لوري د کار په پیل قطعآ توافق ندی شوی او په همدې اړوند همدا اوس ما د پاکستان فوځ مشرتابه ته یو پیغام واستاوه چې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دی:«نه یواځی دا چی د توقع خلاف تاسی کار ندی درولی تر څو د خبرو دلاری حل ته فرصت ورکړۍ بلکی په غلطه مو داسی ښودلی چی ستاسی د کار پیل زموږ د پرونیو خبرو پر اساس شوی. زه ستاسی دا خبره په صراحت او وضاحت ردوم. که چیری تاسی کار و نه ځن‌‌‌‌‌‌ډوۍ تر څو د خبرو د لاری د ا کړکیچ حل شی نو سر له نن نه دلیل نه پاتی کیږی چې زه دې اوسنۍ دندې ته دوام ورکړم. زه به د تورخم د موضوع او شخړې مکمل تفصیل عام کړم او د دې موضوع راتلونکې هر ناخواله عواقب به ستاسې په اوږو وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوخ وینا عاصم باجوه به یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په تورخم کې به دروازه په هر ډول چې وي جوړېږي.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین