۰

په تورخم کې اوربند اعلان شو

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۶
په اسلام آباد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال او پاکستاني چارواکو تر منځ پر اوربند تر موافقې وروسته افغان او پاکستاني ځواکونو په تورخم کې اوربند وکړ.
په تورخم کې اوربند اعلان شو
په اسلام آباد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال او پاکستاني چارواکو تر منځ پر اوربند تر موافقې وروسته افغان او پاکستاني ځواکونو په تورخم کې اوربند وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، له دغه موافقې وروسته دواړو لورو د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو خواو ته د سولې او اوربند په نښه سپین بیرغونه پورته کړل.
باکستان وايي د اوربند له موافقې وروسته پاکستان پر کرښه د دروازې د جوړولو کار بېرته پیل کړی خو په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر زاخېلوال
د افغانستان او پاکستان ځواکونو په تورخم کې اوربند وکړ دواړو خواوو موافقه کړې چې د دروازې د جوړولو کار به درول کېږي او وروسته به پرې موضوع خبرې کېږي.
باید وویل شي، چې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ له تېرو دریو ورځو راهیسې درې وارې جګړه رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جګړې د پیل له پاره لومړی برید پاکستاني ځواکونو هغه مهال وکړ، چې افغان ځواکونو په صفري نقطه کې د دوی د دروازې جوړولو مخه ونیوله.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین