۰
سراج الدین حقاني:

طالبان د شریعت په چوکاټ کې د سولې خبرو ته تیار دي

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۳
د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د ډلې مرستیال سراج الدین حقاني وايي، طالبان شریعت پر اساس ولاړو او د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د سولې خبرو ته چمتو دي.
طالبان د شریعت په چوکاټ کې د سولې خبرو ته تیار دي
د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د ډلې مرستیال سراج الدین حقاني وايي، طالبان شریعت پر اساس ولاړو او د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د سولې خبرو ته چمتو دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ زیاتوي، چې حقاني دغه څرګندونې په یوه ثبت شوي ۴۵ دقیقيي صوتي پیغام کې کړې دي.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې،
پاکستاني رسنۍ وايي، سراج الدین په وروستیو ورځو کې د خپلې ډلې د رسنیو له استازو سره خبرې کولې او د دې تاثر په ځواب کې یې، چې طالبان یوازې په جګړه باور لري او سیاسي دیالوګ نه مني، ویلي:«زموږ کمیسیون د خبرو اترو له مسلو سره سروکار لري. که موږ د خبرو مخالف وای. دا کمیسیون به مو نه و جوړ کړی. په دې اړه طالبانو په اتفاق پرېکړه کړې ده.»
چې د سراج الدین حقاني د صوتي پیغام کاپي یې ترلاسه کړې، لیکلي، طالبانو د حقاني د ۴۵ دقیقه يي صوتي پیغام ترڅنګ په یوه لنډه تبصره کې د حقاني څرګندونې د مهمې مسلې په اړه مهمې خبرې بللي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ سراج الدین حقاني په دې پیغام کې ویلي، طالبان د خبرو مخالفت نه کوي خو شرط دا دی چې د شریعت خلاف نه وي او نړیواله ټولنه ورسره موافقه وي.
پاکستاني رسنۍ وايي، سراج الدین په وروستیو ورځو کې د خپلې ډلې د رسنیو له استازو سره خبرې کولې او د دې تاثر په ځواب کې یې، چې طالبان یوازې په جګړه باور لري او سیاسي دیالوګ نه مني، ویلي:«زموږ کمیسیون د خبرو اترو له مسلو سره سروکار لري. که موږ د خبرو مخالف وای. دا کمیسیون به مو نه و جوړ کړی. په دې اړه طالبانو په اتفاق پرېکړه کړې ده.»
سراج الدین حقاني د بې پېلوټه الوتکو د حملو د زیاتېدو او د امریکا د نوې پالیسۍ په اړه ویلي، چې دا ډول حملې به ناکامې شي.
باید وویل شي، چې حقاني د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو او پر ځای یې د ملا هبت الله له ټاکل کېدو وروسته د طالبانو د مشر لومړی مرستیال شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین