۰

د څرخ ولسوالۍ د پراختیايي شورا رئیس وژل شوی

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۹
چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د پراختیايي شورا رئیس او قومي مشر مبارک شاه وژلی دی.
د څرخ ولسوالۍ د پراختیايي شورا رئیس وژل شوی
چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو کسانو د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د پراختیايي شورا رئیس او قومي مشر مبارک شاه وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه ۹ بجې د څرخ ولسوالۍ د شش کلا سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې د پراختیايي شورا رییس مبارک شاه ماخوستن له کور څخه د تراویح لمانځ له پاره جومات ته روان و، چې وسله والو پرې برید کړی او وژلی یې دی.
که څه هم د دولتي چارواکو د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، خو طالبانو دا خبر رد کړې او ویلي یې دي، چې دا کار دوی نه دی کړی.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین