۰

کندهار کې د ۲۰ وسله والو د وژل کېدو خبرورکړل شو

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۸
امنیتي چارواکي په کندهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۲۰ تنه وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
کندهار کې د ۲۰ وسله والو د وژل کېدو خبرورکړل شو
امنیتي چارواکي په کندهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۲۰ تنه وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار ولایت له امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات تېره شپه د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې تر سره شوي.
سرچینه زیاتوي، چې ځانګړو افغان ځواکونو د یادې ولوسالۍ په زنګي تان سیمه کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې ۲۰ وسله وال و وژل شول او ۶ تنه ژوندي نیول شوي دي.
خبرپانه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې یوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین