۰

کنړ کې د پاکستان د لشکرې طیبه ډلې ۳ غړي وژل شوي

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۷
امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د پاکستان د لشکرې طیبه وسله والې ډلې شپږو تنو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کنړ کې د پاکستان د لشکرې طیبه ډلې ۳ غړي وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د پاکستان د لشکرې طیبه وسله والې ډلې شپږو تنو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د کنړ ولایت اسمارو ولسوالۍ اړوند د خوشحال تاڼې سره نېږدې کې رامنځ ته شوې ده.
د کنړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل وايي، د لشکرې طیبه وسله والې ډلې غړو غوښتل د ولسوالۍ پر مرکز مزایل وتوغوي، چې خپله یې چاودنه پرې کړې ده.
نوموړي زیاته کړه په دغه چاودنه کې د لشکرې طیبه درې غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، چې ټول پاکستانیان دي.
دی زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې د ملا مجید په نوم د دې ډلې یو قوماندان هم شامل دی.
بل خوا په همدې ورځ د کنړ د ناړې ولسوالۍ په د جنګل پوشه په سیمه کې د طالبانو د دوه ډلو تر منځ نښته کې یو تن وژل شوی دی.
سیدخېل وايي، نښته د قاري رضا خان او میرزمان د وسله والو ډلو تر منځ د پخوانیو اختلافاتو له امله رامنځ ته شوې وه، چې څو ساعته یې دوام وکړ او د میزمان په وژل کېدو سره پای ته رسېدلې.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:کنړ
 
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین