۰

ننګرهار کې ۲۱ داعشیان وژل شوي

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۱
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۱ داعش وسله وال وژل شوي.
ننګرهار کې ۲۱ داعشیان وژل شوي
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۱ داعش وسله وال وژل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند شېراقا فقیرزی زیاتوي، چې دغه برید تېره شپه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې شوی.
نوموړي وایي، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د اچین ولسوالۍ په کرکڼي سیمه کې د داعش پر پټنځای برید کړی او ۲۱ تنه داعشیان یې وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم په ننګرهار کې د یوه هوايي برید پر مهال د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین