۰

د ننګرهار او کنړ مشرانو تورخم د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۴
په ختیځ کې د ننګرهار او کنړ ولایت چارواکو، د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو، دیني علماو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او یو شمېر نورو مهمو کسانو د تورخم د اوسني وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه.
د ننګرهار او کنړ مشرانو تورخم د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه
په ختیځ کې د ننګرهار او کنړ ولایت چارواکو، د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو، دیني علماو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او یو شمېر نورو مهمو کسانو د تورخم د اوسني وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې غونډه کې ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل چې لحظه په لحظه له مرکزي ادارې سره د تورخم اوسني وضعیت په اړه معلومات شریکوي.
والي وايي، هڅه کېږي، چې دغه ستونزو د ديپلوماتیکو خبرو اترو له لارې حل شي ځکه په وینا یې جګړه د دواړو لورو په زیان ده.
که څه هم نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د جګړې پر ځآی به د دیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې د تورخم ستونزه خو په ورته وخت کې دا هم زیاتوي، چې سرحدي ځواکونه په بشپړ تجهیزاتو سمبال دي.
والي وویل«هغه څوک چې زموږ د خاورې پر وړاندې هر ډول حرکات وکړي، ځواب به ورته ورکړل شي.»
ښاغلي کندوزي د کونړ او ننګرهار ولسونو تر څنګ د افغانستان د ټولو وګړو څخه مننه وکړه، چې له نوموړي سره یې د اړېکو په ترڅ کې د تورخم ستونزې ته له دوی سره د هر راز همکارۍ ټتر وهلی دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال ډاکټرلعل محمد دراني وايي، د حکومت د نظامي او دیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي خو په وینا یې که ولسونو هر مهال په غږ وشي، نو هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
هغه وویل، چې د نظامي عکس العمل پر مهال د ختیځ زون ولسونه د خپلو سرتېرو سره یو ځای ولاړ او هر ډول قربانۍ ته تیار دي.
د کونړ ولایت د ولسونو په استازۍ مولوی نجیب الله وویل: د هېواد څخه د فاع په لاره کې مړینه د شهادت تر ټولو لوړ مقام دی او د کونړ ولسونه د دغه مقام ګټلو لپاره بشپړ چمتوالی لري .
باید وویل شي چې پاکستاني ځواکونو درې ورځې وړاندې په تورخم کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شول.
له دې وروسته افغان او پاکستاني ځواکونه یو بل ته ګوته په ماشه ناستي دي او له تېرې ورځې راهیسې دوه ځلې بیا هم په جګړه کېوتي.
تېره شپه هم پاکستاني ځواکونو پر افغان پوستو د درندو وسلو بریدونه کړي او نیم ساعته جګړې دوام کړی دی.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو چارواکي وايي، په دغه بریدونو د خوشحال په نوم یو افغان سرحدي سرتېری شهید شوی او دوه تنه ټپیان شوي.
په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو د تېرې شپې په جګړه کې د څلورو پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین