۰

پکتیا کې ۱۹ وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۰
امنیتي چارواکي وایي، په پکتیا ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۳ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پکتیا کې ۱۹ وسله وال وژل شوي
امنیتي چارواکي وایي، په پکتیا ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۳ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره دغه عملیات تېره ورځ د پکتیا ولایت په سیدکرم او زرمت ولسوالیو کې تر سره شوي دي.
په پکتیا کې د ګډو ځواکونو د همغږۍ قوماندان جنرال محمد ولي ځاځی وايي لومړی د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د سیدکرم ولسوالۍ په سین سیمه کې د هوايي برید پر مهال ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې برید کې د طالبانو یو صرف، یوه سراچه موټر یو موټر سایکل، او یو میل زیکویو هم له منځه تللي دي.
بل خوا ځاځی زیاتوي، چې په زرمت ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۷ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:پکتیا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین