۰

هلمند كې د پنځو قومندانانو په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۲
په سویل کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د هوایي بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې د پنځو قوماندانانو په ګډون ۴۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
هلمند كې د پنځو قومندانانو په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي
په سویل کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د هوایي بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې د پنځو قوماندانانو په ګډون ۴۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په سویل کې د ۲۱۵ میوند قول اردو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات وړمه شپه د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند د باباجي څلورمې حوزې په سیمه کې شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې هوايي بریدونه او عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د پنځو مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۸ طالبان و وژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوي طالب قوماندانان، بشير اغا، مولوي رقيب، قاري فردوسي، مولوي جهادالله او قاري عمر نومېږي.
په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر اوسه طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې په هلمند کې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی دی.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین