۰
د هند د ملي امنیت سلاکار:

افغانستان کې مو دېپلوماتیکې ادارې د داعش تر ګواښ لاندې دي

سه شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۰
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال وايي، په افغانستان کې یې د هېواد دېپلوماتیکي ادارې د داعش تر ګواښ لاندې دي.
افغانستان کې مو دېپلوماتیکې ادارې د داعش تر ګواښ لاندې دي
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال وايي، په افغانستان کې یې د هېواد دېپلوماتیکي ادارې د داعش تر ګواښ لاندې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اېشين اېج خبري شبکې د هندي چارواكو له قوله ویلي، چې ښاغلي دوال دغه څرګندونې په امریکا کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې کړې دي.
هندي چارواکو زیاته کړې، چې ښاغلی دوال
هغه په زغرده ويلي، چې د پردې تر شا يو شمېر ترهګريزو ډلو سره په مستقيمه توګه د پاکستان استخباراتي اداره (آى اېس آى) لاس لري او ښايي داعش وسله والې ډلې سره يې هم اړيکې نيولې وي.
د لومړي وزير نرېندرا مودي په غوښتنه له يو لوړ پوړي پلاوي سره امريکا ته تللى او ياده اندېښنه يې له امريکايي چارواکو سره هم شريکه کړې ده.
نوموړي په دې خبري ناسته کې ویلي، چې په افغانستان كې د هند ډيپلوماټيكې ادارې د داعش تر ګواښ لاندې دي او ښايي په دې برخه کې یاده ډله د پاکستان له ملاتړه هم برخمنه وي.
هغه په زغرده ويلي، چې د پردې تر شا يو شمېر ترهګريزو ډلو سره په مستقيمه توګه د پاکستان استخباراتي اداره (آى اېس آى) لاس لري او ښايي داعش وسله والې ډلې سره يې هم اړيکې نيولې وي.
د هند د ملي امنيت سلاكار دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څه موده وړاندې پاکستان، هند په افغانستان کې له داعش وسله والې ډلې سره په لاس لرلو تورن کړ.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین