۰

په شاهين ۱۳ عملياتو كې ۶۱ داعشیان وژل شوي

سه شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۳
په خیتځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د شاهین ۱۳ په نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ۷۹ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شاهين ۱۳ عملياتو كې ۶۱ داعشیان وژل شوي
په خیتځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د شاهین ۱۳ په نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ۷۹ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د دغو عملياتو په ترڅ كې د كوټ ولسوالۍ د سه پاى، خوره ګۍ، پټه دره، بندوک، فرشاه خېل او چنار کلي د داعش وسله والو له شتون څخه پاک شول.
خبرپاڼه په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لېوا له قوله وايي، په دې عملیاتو کې د يو مشهور قوماندان په ګډون ۶۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ په دې عملیاتو کې د ملي اردو درې تنه سرتېري ټپيان شوي او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د مخالفينو له لوري شل حلقې ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم کشف او له منځه يوړل شول.
دغه راز سرچينه زياتوي، چې د كوټ ولسوالۍ د امنيت ساتنې په هدف په يادو سيمو کې د پاڅوون کوونکو پوستې لا تجهيز شوې، ترڅو امنيتي ځواکونو سره د امنيت په برخه کې مرسته وکړي.
باید وویل شي، چې په ننګرهار کې د شاهین ۱۳ عملیات تېره اوونۍ د ګډو افغان امنیتي ځواکونو له خوا په لار اچول شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین