۰
چارواکي:

د لوګر لپاره د طالبانو والي او ۱۲ طالبان وژل شوي

سه شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۷
چارواکي وايي، د افغان او بهرنیو ځوکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د لوګر لپاره د طالبانو نومول شوی والي له ۱۲ طالبانو سره وژل شوی دی.
د لوګر لپاره د طالبانو والي او ۱۲ طالبان وژل شوي
چارواکي وايي، د افغان او بهرنیو ځوکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د لوګر لپاره د طالبانو نومول شوی والي له ۱۲ طالبانو سره وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د والي وياند سليم صالح زیاتوي، چې دغه تېره شپه د مرکز پل علم د بابوس سيمې په پياروخېلو کلي کې شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملياتو کې د لوګر لپاره د طالبانو والي مولوي نجيب الله او ١٢ نور طالبان وژل شوي دي. د لوګر والي محمدحليم فدايي هم په خپله ټوټيټر پاڼه کې ليکلي چې په يادو عملياتو کې د لوګر لپاره د طالبانو والي مولوي نجيب الله او ١٢ نور طالبان وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په ياد بريد کې ١٣ طالبان وژل شوي خو د مولوي نجيب الله په اړه يې څه نه دي ويلي.
بل خوا طالبانو دا خبره رد کړې، چې د لوګر له پاره د دوی والي نه دی وژل شوی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین