۰

ولسمشر غنی د ټاکنیز فرمان د رد په اړه غبرګون وښود

سه شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ملي شورا صلاحیتونو ته په بشپړ درناوی لري خو د تقنیني فرمان نه تصویبول د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې شاتګ بولي.
ولسمشر غنی د ټاکنیز فرمان د رد په اړه غبرګون وښود
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ملي شورا صلاحیتونو ته په بشپړ درناوی لري خو د تقنیني فرمان نه تصویبول د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې شاتګ بولي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسي جرګې د تېرې ورځې په غونده کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړ.
د ولسي جرګې ګڼو وکیلانو دغه فرمان د اساسي قانون خلاف وباله او ویل یې د ټاکنیز قانون او د ټاکنو د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون په شتون کې د یاد فرمان ورکولو ته اړتیا نه لیدل کېږي.
خو له ولسمشر ماڼۍ نه خپره
خبرپاڼه راغلي«حکومت او خلکو توقع لرله چې د قانون موادو سره د محترمو وکیلانو د عدم موافقې په صورت کې به خپل د پام وړ تعدیلات پیشنهاد او وروسته قانون تصویب کړي، چې د اصلاحاتو بهیر تکمیل او د انتخاباتو د ترسره کولو تیاری چټک کېده.»
شوې اعلامیه وايي، د افغانستان حکومت به د ولسي جرګې د نوي تصمیم په رڼا کې د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو د ترسره کولو لپاره ټول کوښښونه ترسره کړي.
سرچینې زیاته کړې، چې په همدې موخه به له حقوقي څېړنو او اړوندو بنسټونو، سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونوسره له مشورې وروسته د اصلاحاتو بهیر تعقیب کړي.
خبرپاڼه راغلي«حکومت او خلکو توقع لرله چې د قانون موادو سره د محترمو وکیلانو د عدم موافقې په صورت کې به خپل د پام وړ تعدیلات پیشنهاد او وروسته قانون تصویب کړي، چې د اصلاحاتو بهیر تکمیل او د انتخاباتو د ترسره کولو تیاری چټک کېده.»
په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، د ملي امنیت شورا د غړو د موافقې او د ولسمشر د دستور په اساس د کورنیوچارو او مالیې وزارتونو په رهبري دوه ځانګړو کمېټو د ټولټاکنو د امنیت د تامین او د مالي سرچینو د موندلو لپاره کار پیل کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر هم په همدې اړه ملګرو ملتونو ته دټاکنو د ترسره کولو د ارزښت او دې بهیر ته د نړیوالو مرستو د جلبولو په خاطر لیک هم استولی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین