۰
سرچینه:

افغانستان د پاکستان د یرغل په اړه اسناد ملګرو ملتونو ته سپاري

سه شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۱
د افغان حکومت یوې باوري سرچینه وايي، د افغانستان په ختیځ تورخم سرحدي ښارګوټي کې د پاکستان د ښکاره یرغل په اړه به اسناد ملګرو ملتونو ته وسپارل شي.
افغانستان د پاکستان د یرغل په اړه اسناد ملګرو ملتونو ته سپاري
د افغان حکومت یوې باوري سرچینه وايي، د افغانستان په ختیځ تورخم سرحدي ښارګوټي کې د پاکستان د ښکاره یرغل په اړه به اسناد ملګرو ملتونو ته وسپارل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې ځینو رسنیو ته ویلي، که څه هم د اسنادو برابرول وخت نیسي خو په وینا یې هرومرو دغه اسناد ملګرو ملتونو ته سپارل کېږي.
باید وویل شي، چې پاکستاني ځواکونو وړمه شپه په تورخم کې په صفري نقطه د تاسیساتو جوړولو هڅه کوله، چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخنیوی وشو.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو چارواکي وايي، پاکستان د ټولو قوانینو او نړیوالو اصولو خلاف د تاسیساتو جوړو په هڅه کې و، چې د افغان ځواکونو له خوا د مخنیوي سره سم یې پر افغان پوستونو د سپکو او درندو وسلو بریدونه پیل کړل.
په
د افغان حکومت دغه باروي سرچینې چې وايي په دې اړه به ملګرو ملتونو ته شکایت وشي هم ویلي چې لومړی برید پاکستاني ځواکونو کړی او افغان ځواکونه یوازې له خپلې خاورې دفاع کړې.
ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان جنرال محمد ایوب حسن خېل زیاتوي، چې لومړی برید پاکستاني ځواکونو وکړ، او افغان ځواکونه یې اړ کړل، چې کلک او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې لومړی برید پاکستان کړی او افغان ځواکونو له خپلې خاورې د دفاع په خاطر لاس په کار شوي، او د پاکستاني ځواکونو ځواب یې ویلی.
د افغان حکومت دغه باروي سرچینې چې وايي په دې اړه به ملګرو ملتونو ته شکایت وشي هم ویلي چې لومړی برید پاکستاني ځواکونو کړی او افغان ځواکونه یوازې له خپلې خاورې دفاع کړې.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو چارواکي په دغه جګړه کې د یوه افغان سرحدي سرتېري د شهید کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي، ولې د پاکستان د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
خو باروي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دغه جګړه کې ۲۱ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
باید وویل شي، چې د وړمې ورځې د جګړې په تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات هم کابل کې د اسلام آباد سفیر احضار کړی او کلک اعتراض یې ورته کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین