۰

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د اسلام آباد سفیر احضار کړ

سه شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتې په تړاو کابل کې د اسلام آباد سفیر احضار کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د اسلام آباد سفیر احضار کړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتې په تړاو کابل کې د اسلام آباد سفیر احضار کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په تورخم کې د یادې جګړې له امله د اسلام آباد سفیر ابرار حسین احضار کړی او کلک اعتراض یې ورته کړی.
د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د دې وزارت مالي او اداري مرستیال نصیراحمد اندیشه له پاکستاني سفیر سره په لیدنه کې و ویل، چې پاکستان د دواړو هېوادوو تر منځ په تورخم کې د تاسیساتو جوړیدو په اړه د نړیوالو
د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د دې وزارت مالي او اداري مرستیال نصیراحمد اندیشه له پاکستاني سفیر سره په لیدنه کې و ویل، چې پاکستان د دواړو هېوادوو تر منځ په تورخم کې د تاسیساتو جوړیدو په اړه د نړیوالو اصولو پر اساس د شوې هوکړه پر خلاف تېر ماښام په تورخم کې د تاسیساتو پر جوړولو اقدام کړی چې بیا د پاکستانیو سرحدي ځواکونو له لوري پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اور بل شو.
اصولو پر اساس د شوې هوکړه پر خلاف تېر ماښام په تورخم کې د تاسیساتو پر جوړولو اقدام کړی چې بیا د پاکستانیو سرحدي ځواکونو له لوري پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اور بل شو.
هغه وویل، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو ساتنې په موخه د ورته ځواب ورکولو ته اړ شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په دې کتنه کې پاکستاني سفیر ته په ډاګه شوه چې افغانستان تیر هوکړه لیک ته ټینګ دی او پر سوله ییزو لارو چارو ټینګار کوي او له پاکستاني لوري تمه لري څو له دیپلوماتیکو مراجعو له لارې حل کړي.
باید وویل شي، چې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ وړمه شپه شاوخوا ۹ بجې هغه مهال نښته رامنځ ته شوه، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل په صفري نقطه کې تاسیسات جوړ کړي.
افغان سرحدي چارواکي وايي که څه هم دوی هڅه کوله چې پاکستاني چاروکي د خبرو له لارې د دې کارڅخه منع کړي، خو هغوی خپلو هڅو له دوام سره سره په ډزو پیل وکړ، چې افغان ځواکونو هم په ځوابیه برید لاس پورې کړ.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو مشر جنرال محمد ایوب حسن خېل وايي برید هم لومړی پاکستاني ځواکونو پیل کړ، خو د افغان ځواکونو له کلکه او غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شو.
نوموړي ویلي، چې په دې نښته کې یو افغان سرحدي پولیس شهید شوی او پنځه نور ټپیان شوي.
که څه هم حسن خېل وايي پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې، ولې کره معلومه نه لري، خو ځینې سرچینې وايي، په دغه نښته کې تر ۵۰ پورې پاکستاني ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین