۰

د افغانستان ملي امنیت شورا د پاکستان د پوځ د مشر ادعا رد کړه

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۹
د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان هغه تورونه رد کړل چې وايي، د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې دي او باید له منځه یووړل شي.
د افغانستان ملي امنیت شورا د پاکستان د پوځ د مشر ادعا رد کړه
د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان هغه تورونه رد کړل چې وايي، د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې دي او باید له منځه یووړل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحيل شريف د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکايي چارواکو په ګډون له یوه پلاوي سره په کتنه کې له کابل او واشنګټن څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو پر ضد اقدام وکړي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تېره ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال د پاکستان د پوځ د لوی درستیز دغه ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله او د هغوی مرکزونه په افغانستان کې نشته.
تواب غورځنګ په خپلو خبرو کې وویل، چې اسلام اباد باید د څلور اړخېزو غونډو د پریکړې له مخې هغه افغان طالبان وځپي چې د پاکستان په خاوره کې دي او د افغانستان پر ضد ترهګریز بریدونه او فعالیتونه کوي.
ښاغلي غورځنګ زیاته کړه«ټي ټي پي، حقاني شبکه، القاعده، طالبان او د لشکرطیبه په ګډون نورو تروریستي ډلو د سیمې او افغانستان ملي امنیت ته ګواښ پیښ کړی. موږ باور لرو چې د تورونو دا لوبه کومه نتیجه نه لري.»
باید وویل شي، چې د افغان حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم تېره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ریچارد اولسن سره په کتنه کې و ویل، د افغانستان حکومت هڅه وکړه چې د پاکستان په مرسته په افغانستان کې د سولې بهیر چټک کړي، خو د ده په وینا پاکستان پر خپلو ژمنو ونه درېد.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین