۰

وسله والو ننګرهار کې يو قومي مشر وژلى دى

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۵
چارواکي وایي، وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو تن قومي مشر له موټره ښکته کړی او وروسته یې په ډزو سره وژلی دی.
وسله والو ننګرهار کې يو قومي مشر وژلى دى
چارواکي وایي، وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو تن قومي مشر له موټره ښکته کړی او وروسته یې په ډزو سره وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ سهار اته نیمې بجې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د سقاوې دښته کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د سرخرود ولسوالۍ یو تن قومي مشر ملک اول خان له خوږیاڼو ولسوالۍ څخه په لاره و، چې د (سقاوي) دښته کې نامعلومو وسله والو لومړی له موټره ښکته کړی او بيا يې په ډزو وژلی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې امنیتي او کشفي ارګانونو ته ولایتي ادارې دنده سپارلي، چې دغه پیښه وڅیړې او عاملین یې پیدا کړي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه وژنې مسؤولیت نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم په غني خېلو ولسوالۍ کې یو تن قومي مشر د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل وشی وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین