۰

تورخم کې جګړه پای ته رسېدلې ده

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۸
افغان سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، افغان ځواکونو په تورخم کې پاکستاني ځواکونو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او اوس مهال جګړه پای ته رسېدلې ده.
تورخم کې جګړه پای ته رسېدلې ده
افغان سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، افغان ځواکونو په تورخم کې پاکستاني ځواکونو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او اوس مهال جګړه پای ته رسېدلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې پاکستاني ځواکونو په صفري نقطه کې د تاسیساتو جوړولو هڅه کوله.
په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو رییس ارګان محمد ایوب حسین خېل وايي، پاکستاني ځواکونو غوښتل په تورهم دروازه کې تاسیسات جوړ کړي، چې د افغان ځواکونو یې د کار مخه ونیوله.
نوموړي زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو له وړاندې د جګړې چمتووالی نیولی و او خپلو پوستو ته یې زرې ټانګونه او درندې وسلې راوړې وې او پر افغان ځواکونو یې بریدونه پیل کړل.
د سرحدي پولیس دغه چارواکی وايي، دوی غوښتل د توپ او ټانګ تر سیوري لاندې تاسیسات جوړ کړي، خو د افغان ځواکونو له خوا غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شو.
دغه افغان چارواکي وویل پاکستاني ځواکونو خپلې هغه ټولې وسلې چې ورسره په لاس کې وې کارولې دي، خو په وینا یې د جنګ په ډګر کې عالي مرال، خدای پرستي او وطني پرستي د افغانانو وه او په لوړ مرال سره يې دوی ته ماتې ورکړه.
ښاغلي حسن خېل زیاته کړه، چې په دې څو ساعته جګړه کې یو سرحدي سرتېری شهید شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوی، چې په جګړه کې ښايي پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.
که څه هم اوس جګړه درېدلې ویل کېږي، اوس هم د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته ځواکونه ګوته په ماشه ولاړ دي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم په تورخم کې د همدې تاسیسات د جوړيدو په سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لفظي شخړه راولاړه شوې وه او یاده دروازه د څو ورځو لپاره د مسافرو پرمخ تړلې وه.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین