رپوټونه وايي، د چین د شانګهای ښار په یوه هوايي ډګر کې د چاودنې له امله درې تنه ټپیان شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چنیايي رسنۍ زیاتوي، چې چاودنه نن د شانګهای د پوډونګ په نوم هوايي ډګر په دوهم ترمینل باندې تر سره شوې.
د چین چاینا ډیلي رسنۍ د هوايي ډګر د چارواکو له قوله ویلي، چې چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.
ویل کېږي له چاودونې وروسته سملاسي امنیتي کارکوونکي سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي.
د چین د سي سي ټي وی رسنۍ د راپور پر بنسټ د چاودنې وروسته پولیسو او امنیتي مسؤولینو سیمه په خپل کنټرول کې واخیسته.
جمهورآژانس:کابل